راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي له ډيري مودي راهیسي نه یوازي عام کسان پدي شکایت دي چي په محاکمو کي له دوی سره عدالت نه کیږي بلکي د قانوني کړني په مقابل کي ورڅخه په زیاته اندازه پيسي غوښتل کیږي.
د استناف محکمې مسٔوولینو په یاده غونډه کي پر دي ټنګار وکړ چي د کندهار په محکمه
کي د پام وړ تغیرات راغلي دي او د رشوت او فساد کړکیچن حالت له منځه تللی دی.
عدالت غوښتل د هر افغان هیله ده او په وار وار د هیواد په ګوټ کوټ کي خلګ د عدالت غوښتني په موخه راټول سوي.
دا ځل په کندهار کي د استناف محکمې عام خلګ د دي لپاره راټول کړي چي خپلي ستونزي مخامخ له دوی سره شریکي کړي او د عدالت په راوستلو کي له اړوند ارګانونو سره همکاري وکړي.
د غونډي پر مهال ګډونوالو پر دي ټنګار وکړ چي محکمه دي اسلامي قانون جاري کړي.
دوی وویل، په کندهار کي د بې عدالتۍ کچه تر حد اوښتي او باید اړوند ادارې دغي ستونزي ته پام وکړي، په کندهار کي د ډیرو بندیانو د بند موده پوره سوي خو د بې عدالتي له امله په بند کي ورځي شپي سبا کوي.
د غونډي ګډونوالو د استناف محکمې څخه غوښتنه وکړه چي د ولسوالیو لپاره دي هغه وکیلان پر دندو وګماري چي په پښتو ژبه وپوهیږي او د خلګو ستونزي په اسانۍ ورحل کړي.
پر همدې مهال د استناف محکمې ریٔس قضاوتیار ذبیح الله ابراهیمي د غونډي ګډونوالو ته وویل، چي د کندهار په محاکمو کي مسٔولین په رښتنولي سره خپله دنده تر سره کوي او د پام وړ تغیرات راغلي.
دده په خبره د محکمې په وړاندي هر ضعیف قوي دی او دوی دا مهال په محاکمو کي د فساد او رشوت سرچینې له منځه وړي او اوس هغه کړکیچن حالت له منځه تللی دی.
که څه هم د استناف محکمې مسٔوولین د کندهار په محاکمو کي د عدالت راوستلو خبري کوي خو عام کسان پدي نظر دي چي اوس هم په دي برخه کي ستونزي سته او یوازي د هغو کسانو حق ورکول کیږي چي پیسې ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون