دا کنفرانس چي”د سوریې د ملي ډیالوګ د کانګرس” په نوم جوړ سوی و، د سوریې د اپوزېسیون رهبرانو ورسره پرېکون وکړ او همدارنګه بریتانیا، فرانسې او امریکا هم په کښي له ګډون کولو ډډه وکړه.
په هغه اعلامیه کي چي د دي کنفرانس په پای کي خپره سوه، د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا په کښې ټینګار سوی او په کښي غوښتنه سوې چي د سوریې راتلونکی دي د ډموکراتیکو انتخاباتو له لاري وټاکل سي.
په اعلامیه کي بشارالاسد ته چي له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسي واکمن دی اشاره نه ده سوې، خو ویل سوي چي د سوریې امنیتي ځواکونه دي وساتل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون