Author Archives: asad noori

په هرات ولایت کي ۴۰ ټنه نشه يې توکي له منځه یوړل سول

د هرات ولایت د نشه يې توکو په وړاندي د مبارزي مدیریت پولیس وایي، سږکال یې نیږدي ۴۰ ټنه مختلفه نوعه مخدره توکي تر نیولو ورسته سوځلي، خو د دي ولایت د ولایتی شورا مشر بیا د پولیسو له لوري د مخدره توکو د سوځولو پروسه غیرشفافه او غیرقانوني بولي او وایي، معلومه نه ده چی نیول سوي توکي په ...

Read More »

په کندهار کي د پارلماني ټاکنو لپاره د رایو ورکولو د مرکزونو شمیر کم سوی دی

په کندهار کي تیره ورځ د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګنو د ټاکنو په موخه د قومي مشرانو او مدني فعالانو سره د همږغۍ غوڼده جوړه سوه. د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر محمد هاشم دراني وویل، چي راتلونکو ټاکنو په لپاره پوره چمتوالۍ لري او ۲۲۵ د رايي ورکوني مرکزونه يې په نښه کړي دي. هغه وویل، ...

Read More »

په کندهار کي د اساسي قانون ۱۴ کلیزه ولمانځل سول

ولایتي مسٔوولین وايي، حکومت د اساسي قانون تطبیق ته ژمن دی او عملي کیدل يې د ځان مسٔوولیت ګڼي، خو پدي برخه کي د خلګو همکاري اړینه ده. خلګ بیا وايي، یو شمیر لوړپوړي دولتي چارواکي د قانون څخه د توپک په څير استفاده کوي او د خپلو ګټو لپاره يې استعمالوي. له نن څخه نژدې ۹۶ کاله مخکي د ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا او قومي مشرانو د پاکستان په اړه د امریکا د سیاست او کندهار امنیه قومندان ملاتړ وکړ

په کندهار کي د ولایتي شورا غړو او یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډي په ترڅ کي د پاکستان په اړه د امریکا له سیاست څخه ستاینه وکړل. دوی وویل، د پاکستان دوه مخی سیاست پخوا هم ټولي نړۍ ته معلوم وو خو په وړاندې یې کوم اقدام نه وو سوی. دغه کسانو وویل، پاکستان له وخته وخته د ...

Read More »

وسله والو طالبانو د فراه ـ فراه رود ترمنځ لویه لار بنده کړي ده

د فراه د بالابلوک ولسوال دا خبر تأییدوي او وايي، چي طالبانو تر اوسه اته کسان له دولت سره د همکارۍ په شک نیولي دي. د فراه ولایت اوسېدونکي وایي، پر دغه لویه لاره اوس هم طالب وسله وال موټر تالاشي کوي. تردي وړاندي د فراه امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې په دغه ولایت کي وسله والو طالبانو داسي ...

Read More »

په فیسبوک کي د یوه ځوان د یوې پیغلي څخه ځان د پیژندني غوښتنه

لیکنه:  احمد جنید مبارز یوه بي باکه ځوان د بې ځایه او ناوړه مقصد لپاره یوې پيغلي ته ولیکل: ممکنه ده چي سره وپیژنو؟ پیغلي ولیکل: ولي نه؛ باید خامخا ته پوه سي چي زه څوک یم. زه هغه حوا یم چي ستا د پوښتي څخه ددې لپاره پیدا سوي یم چي ازار مي نه کړي او دا هم هیر ...

Read More »

په جلال اباد کي د جهاد او مقاومت د ساتني بهیر د ختیځ زون په کچه موجودیت اعلان کړ

سلګونه کسان د ختیځ زون په کچه په جلال اباد کي د جهاد او مقاومت د بهیر د پیل او افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه راټول سوي وه. دي غونډي ته جنرال محمد جرأت د امنیت شورا مرسیتال او د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتني بهیر مشر په خپله وینا کي وویل، ځيني کړۍ ...

Read More »

هلمند کي د ۱۳۹۶ کال د فوټبال غوره لوبغاړې وستایل سوه

په همدي تړاو په هلمند ولایت کي دفوټبال فدراسیون لخوا د لښکرګاه ښارپه فرهنګي مرکز کي دیادو کسانو په ویاړستاینغونډه جوړه سوه چي پکښي دګڼو ورزشکارانو ترڅنګ، ښوونکو، دبیلابیلودولتي ادارو کارکوونکو اوښاریانو ګډون درلوده.  دفوټبال فدراسیون استازی عبدالرحیم یوسفی: (( روان کال دفوټبال فدراسیون لخواڅورلس تورنمنټونه جوړسوي چي له کبله یې هلمندي ځوان فوټبالران ځلیدلي اوهلمند لپاره یې په دي ...

Read More »

د کندهار پولیسو دوه تنه نیولي چي غوښتل يې سلګونه ګرامه هیرویین هند ته انتقال کړي

د امنیې قوماندانۍ د نشه یې موادو پر ضد د مبارزي مدیر سمونیار ولي شاه اڅکزی وايي، چې یادو کسانو ۱۱۷۰ ګرامه هیروین یوه تن په خپل نس او بل په بوټونو کي ځای پر ځای کړي وه چې د دوی د کشفي راپورونو پر اساس په هوايي ډګر کې ونیول سوه. ده وویل، دغه دوه تنه د کندهار ولایت ...

Read More »

امريکا له پاکستان سره دوه ميليارده ډالر پوځي مرستي وځنډولي

امریکايي مقامات وايي، که پاکستان د وسله والو طالبانو او حقاني شبکي پر وړاندي خپله مبارزه وکړي ممکن امریکا بیرته له دغه هیواد سره مرستي وکړي خو که داسي ونه کړي دغه بندیزونه به دوام وکړي. د پاکستان او امريکا ترمنځ شخړې او ناندريو وروسته له هغه زور واخيست، چې تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر په خپل يو ټويټ کي ...

Read More »