په کندهار کي د پارلماني ټاکنو لپاره د رایو ورکولو د مرکزونو شمیر کم سوی دی

په کندهار کي تیره ورځ د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګنو د ټاکنو په موخه د قومي مشرانو او مدني فعالانو سره د همږغۍ غوڼده جوړه سوه.

د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر محمد هاشم دراني وویل، چي راتلونکو ټاکنو په لپاره پوره چمتوالۍ لري او ۲۲۵ د رايي ورکوني مرکزونه يې په نښه کړي دي.

هغه وویل، ددغه مرکزونو شمیر د مرکزي کمیسیون په غوښتنه کم سوی او یوازي به په ښوونځیو، مدرسو او مسجدونو کي د رايي ورکولو  پروسه ترسره کیږي.

خو د کندهار دولایتي شورا او مدني فعالان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په توپیریز چلند تور نوي او وايي، چي په دغه ولایت کي باید د نورو ولایتونو په څیر د ټاکنیزو مرکزونو شمیر زیات سي.

دوی وویل، ددغه ولایت نفوس نژدي دري میلیونه ته رسیږي او که دا مرکزونه زیات نه سي نو ډیری کسان به د ټاکنو له پروسي څخه بي برخي پاته سي.
دغه راز د د ولسوالیو قومي مشران وايې، چي دټاکنو کمیسیون  د دوی په ناخبرۍ کي ټاکنیز مرکزونه جوړ کړي چي په ډیرو سیمو کي خلک ورته لاسرسی نسي کولای.

دوی وویل، که ټاکنیز مرکزونه يې زیات نه سي نو په ولسوالیو کي به خلک د ټاکنو په پروسه کي برخه وانخلي.
دا په داسي حال کي ده چي په تیرو ټاکنو کي  په کندهار د ۲۴۴ ټاکنیز مرکزونه جوړ سوي وو خو دا ځل يې شمیر ۲۲۵ ته راکښته سوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، نامني او پر ټاکنیزو شرایطو د خلکو نه برابري هغه لاملونه دي چي مرکزي کمیسیون په دغه ولایت کي د ټاکنیزو مرکزونو شمیر کم کړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...