د هرات ولایت د نشه يې توکو په وړاندي د مبارزي مدیریت پولیس وایي، سږکال یې نیږدي ۴۰ ټنه مختلفه نوعه مخدره توکي تر نیولو ورسته سوځلي، خو د دي ولایت د ولایتی شورا مشر بیا د پولیسو له لوري د مخدره توکو د سوځولو پروسه غیرشفافه او غیرقانوني بولي او وایي، معلومه نه ده چی نیول سوي توکي په بشپړ ډول سوځل کیږی.
دا خبری په داسي حال کي کیږي چي د دي ولایت امنیتی ځواکونو د مخدره توکو یو لوی موټر چي ایران هیواد ته قاچاقیدی نیولي ده.
دا موټر چي د مرمر ډبري یې ایران هیواد ته لیږدولي د هرات ولایت د پولیسو له لوري تر پلټني ورسته ورڅخه ۱۳۰ کیلو ګرامه کریستال ډوله مخدره توکي لاسته راغلي چي د پولیسو په خبره په ډیر ماهرانه ډوله د ډبرو په منځ کي ځای پر ځای سوی وه.
د هرات ولایت د امنیت آمر امین الله امین: (( د دي مخدره توکو د قاچاق په تور یې د دي موټر چلوونکی نیولی او د نورو شریکان د نیولو لپاره یې هڅي پیل کړي دي.
د هرات ولایت د مخدره موادو په وړاندي د مبارزي مدیر حمیدالله نصرت نصرت زاده وایي، د روان کال د پيل څخه تر اوسه یې تر ۴۰ ټنه ډیر مختلفه نوع مخدره توکي چی ګران بیه تیزاب هم پکښي شامل وه نیولي او ښوځولي یې دي.
ښاغلی نصرت زاده وایي، د یادو مخدره توکو د قاچاق په تور یې ۳۳۶ کسان چي څلور یې ایرانیان وه هم نیولي چي عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل سوي دي.
د هرات ولایت د ولایتی شورا مشر کامران علیزایی بیا د پولیسو له لوري د مخدره توکو د لمنځه وړلو پروسه غیرقانونی او غیر شفافه بولي او وایي معلومه نه ده چی نیول سوی مخدره توکي سوځول کیږي او که پرځاۍ یې نور توکو ته ور اچول کیږی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون