جنرال محمد جرأت د امنیت شورا مرسیتال او د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتني بهیر مشر

په جلال اباد کي د جهاد او مقاومت د ساتني بهیر د ختیځ زون په کچه موجودیت اعلان کړ

سلګونه کسان د ختیځ زون په کچه په جلال اباد کي د جهاد او مقاومت د بهیر د پیل او افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه راټول سوي وه.

دي غونډي ته جنرال محمد جرأت د امنیت شورا مرسیتال او د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتني بهیر مشر په خپله وینا کي وویل، ځيني کړۍ د  پردیو په اشاره په هېواد کې د نورو د ګټو لپاره کار کوي.

جنرال جرأت: (( هر هغه څوک چي په کور دننه د نقاق او د قومونو تر منځ بیلوالي ته لمن وهي ملي خاین دی او ولس باید له دا ډول خلکو ملاتړ ونکړي.

په دې غونډه کي د ننګرهار والي هم هیله مندي وښوده چې له نظام او پوځ ملاتړ او د پرمختګ په موخه به د دا څېر بهیرنو فعالیت خورا مثبت اغېز ولري.

د جهاد او مقاومت د ساتنې بهیر تر دي وړاندي په یو شمېر نورو ولاینونو کې هم پراخه غونډي کړي او هلته یې خپل موجودیت اعلان کړی دی د یاد بهیر مسوولین وايي، هڅه کوي چې له دي لاري د ولسونو تر منځ یووالي او د ملي ګټو ساتنې لپاره کار وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...