د سرچینې په خبره، د ناروغۍ نښي نښانې تر ډيره د انفلونزا وایروس دی.
بلخوا د کرني مسٔوولین په دغه ولایت کي د انفلونزا وایروس د نشتون خبره کوي.
د کندهار د کرني ریاست ویاند انجینر حبیب الرحمن سجاد وايي، د انفلونزا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره يې د کندهار ولایت ته د چرګانو پر وارداتو بندیز لګولی دی.
دی یاده پېښه تائیدوي خو زیاتوي، څیړني کوي چي یاد چرګان د څه له امله مړه سوي دي.
دده په خبره که څه هم تر دا مهاله په کندهار کي د انفلونزا وایروس کومه نښه نده لیدل سوې خو په قاچاقي ډول محصولات به ددې وایروس مخه ونه نیسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون