د افغانستان پخواني ولسمشر د حکومت له لوري د سولي وړاندیزونو څخه هر کلی وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د حکومت له لورې د سولي د کوښښونو او د طالبانو له تحریک سره د مخامخ مذاکري او خبرو اترو د وړاندیز هرکلی او په کلکه ملاتړ کړی.
پخواني ولسمشر همداراز د طالبانو له تحریک څخه غوښتي چي د سولي مذاکراتو ته لبیک ووایي او د امریکا پر ځای د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښېني او د یوې بین الافغاني پرېکړې له لاري په هېواد کي د پردو د ګټو جګړې ته چي په نتیجه کي یې دواړو خواوو ته یوازي افغانان قرباني کېږي د پای ټکی کښېږدي.
حامد کرزي زیاته کړې، شاوخوا څلویښت کاله کيږي چي په هېواد کي د جنګ اور بل دی او افغانان د پردیو د دسیسو ښکار ګرځیدلي.

ښاغلي کرزي له افغانانو غوښتي چي په پوره هوښیارۍ سره د پردیو د دسیسو په وړاندي یو موټی سي او خپل وران ویجاړ هېواد د جګړې له ناورین څخه وژغوري.
پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چي د سولي د خبرو په پیل سره په هیواد کي د جګړې،‌ چاودنو او وژنو لړۍ ژر تر ژره پای ته ورسېږي او افغانان ټول په یوه ږغ او ملي اتحاد او اتفاق سره د هیواد د رفاه او ترقۍ لپاره مټي راونغاړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...