عراقي ځواکونو ددغه هېواد په شمال لوېدیځ موصل ښار کي د داعش ډلي د ۷۰۰ جنګیالیو د ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی.
دغه راز د عراق په الزرکه کلي کي هم یو سل کسیز قبر موندل سوی، چې وژل سوي کسان ټول د داعش ډلې پوري اړوند دي.
موصل ښار چي د داعش ډلې پلازمېنه بلل کېده د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کيد عراقي ځواکونو لاسته ولوېد.
له دي وړاندي هم عراقي ځواکونو لسګونه ډله ییز قبرونه د عراق په بېلا بېلو سیمو کې موندلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون