د ټرمپ هوټل د پاناما پولیسو لخوا کلابند سوی دی
د پاناما پولیسو د ټرمپ ۷۰ پوړیز هوټل هغه وخت کلابند کړ، چي د هوټل د مدیرانو او کار کوونکو تر منځ شخړه په تاوتریخوالي واوښته.
د اسوشیتدپرس خبري آژانس د خبر له مخې، په هوټل کې له شخړې وروسته د پانامې پولیس، چي په زرې وسایلو سمبال وه، هوټل کلابند کړی او ځینې یې هوټل ته داخل سوي دي.
په ورته وخت کې د پانامي د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، یو پلاوی یې هوټل ته د کار کوونکو د حقونو د تر لاسه کولو لپاره استولی دی.
وړمه ورځ هم د دي هوټل د ساتونکو ترمنځ شخړه رامنځ ته سوې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون