راپور: جواد داوري
دوي وايي، د بریښنا تذکرو په ویش سره به د افغانانو هویت تثبیت سي او همدارنګه هغه کسان چي ددي ملي پروسه پر وړاندي خنډ جوړوي باید مخه يې ونیول سي.
د هلمند سیمه ایز چاوراکي هم غوښتنه کوي، چي د بریښنایي پیژند پاڼو د توزیع مخنیوي باید ونه سي.
د شاوخوا شپږ کالو راهیسی په افغانستان کي د بریښنا پیژند پاڼو د توزیع پر سر ناندري را ولاړي سوي دي.
دغه موضوع څو ځله حل سوه خو بیا د ځینو کړیو له لوري مداخله پکښي وسوه او بیرته پاته سوه.
د ملی یووالي حکومت د پیل څخه همدا ژمنه وه چي ژر تر ژره به د یادي ستونزي حل پیدا کوي او د توزیع لړۍ به یې پیلوي خو څه دپاسه د دریم نیم کلونو وروسته د بریښنایي پیژند پاڼو د بایمتریک پروسه پیل سوه.
د هلمند اوسیدونکي ددي پروسې ملاتړ کوي او له ولسمشر څخه غواړي چي د تیر په څیر دغه ملي پروسه بیا له خنډ سره مخ نه سي او د هغه کسانو مخه ونیسي چي مخالفت يې کوي.
په ټولنیزو او قومي چارو کي د هلمند د والي مرستیال بسم الله روحاني له ولسمشر څخه غواړي چي د ملي پروګرامو د تطبیق په برخه کي د ملت ملاتړ له ځان سره ولري نه د څو هغه کسانو چي شخصي ګتي یې خطر کي لویږي.
دی وايي، د تذکرو د توزیع په برخه کي یې د هلمند له ډیری اوسیدونکي د ملاتړ ډاډ ترلاسه کړی دی او حکومت ژمن دی چی دغه پروسه پر مخ بوزي.
تردي وړاندي په یوشمیر نورو ولایتونو کي هم ورته سولیز لاریونونه سوي وه.
افغانان د ملي هویت د ثبیت په خاطر په پیژند پاڼو کي د اسلامیت او افغانیت ننګه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون