د کابل په قابل بای سیمه کي پرون په داسي وخت کي چي د اسټرالیا د سفارت د کارکونکو موټر د تېرېدو په حال کي و، انتحاري حمله وسوه.
د جرمني خبري اژانس په حواله، په پېښه کي یوه نجلۍ ووژل سوه او ۲۲ تنه زخمیان سول.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیري، جولي بېشوپ پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي د پېښي له قربانیانو سره خواخوږي لري او داسي حملې څرګندوي چي تروریستي ډلو افغانان له څه ډول ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د دي انتحاري حملې مسؤلیت تر دامهاله کومېيوسله والي ډلي په غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون