د روزګان والي: بې کیفیته درمل او بې اسناده داکتران به ونه زغمي

راپور: اجمل وصال

د روزګان والي چي ترینکوټ کي مرکزي روغتون ته ورغلی وايي، په دغه ولایت کي نور بې کیفیته درمل، بې اسناده تش په نوم ډاکتران او د روغتیا برخي جدي ستونزو د له منځه وړلو کلک هوډ لري.

نیوکي دا دي چي دولتي روغتیايي مرکزونو کي لا هم بې کیفیته درمل د دي لامل کیږي، چي د ناروغانو روغتیا ته ورسره هیڅ ګټه نه رسیږي او یا هم دارو درمل روغتونونو کي نه وي.

پر بستر پراته لسګونه دا ناروغان هغه کسان دي چي اقتصادي حالت یې کمزوری او توان نه لري خپله درملنه شخصي روغتونونو کي وکړي.

له یوې خوا دغو ناروغانو ته روغتون کي دارو درمل نه ورکول کیږي او بل دا چي درمل یې ټیټ کیفیت لري چي د ناروغانو ښه ورسره نه کیږي.

د روغتون په داکترانو له ناروغانو سره د ناوړه چلند تور هم دی.

د روغتون مسٔوولین ستونزي مني او ستونزي هم لري خو ولایتي چارواکي  بیا ژمنه کوي چي د ټیټ کیفیته درملو او بې اسناده تش په نوم داکترانو شتون به نور ونه زغمي.

د روغتیا په برخه کي بلا ډیري ستونزي دغه ولایت کي خلک کړوي؛ ځکه نو اوس د چارواکو ژمني هم لکه د اوبو په سر کرښي خلکو ته د پلي کېدو وړ نه بریښي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...