راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د لوړو زده کړو مسٔوولین وايي، په دغه ولایت کي په زیاته اندازه ځوانانو په خصوصي مرکزونو کي په لوړو زده کړو بوخت دي چي له دولتي سکتور سره زیاته همکاري کړې ده.
په کندهار کي دا مهال شاوخوا اووه د لوړو او نیمه لوړو زده کړو خصوصي موسیسې فعالیت کوي.
د لوړو زده کړو مسٔوولین وايي، په کندهار ولایت کي په خصوصي برخه کي زده کړو ته د ځوانانو لیوالتیا زیاته سوې او ورځ تر بلي د زیاتیدو په حال کي ده.
د کندهار پوهنتون ریس ډاکټر حضرت میر توتاخیل وايي، د دولت امکاناتو ته په کتو دولتي سکټور په زیاته اندازه ځوانان د لوړو زده کړو په ادارو کي نسي جذبولای نو لوړو زده کړو ته د ځوانانو ډیره لیوالتیا ددې سبب سوې چي د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات دا حق خصوصي سکټور ته ورکړي تر څو د د لوړو زده کړو دا کچه نوره هم لوړه سي.
هغه له د لوړو زده کړو په برخه کي له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چي خپل معیارونه نور هم پياوړي کړي.
پر همدې مهال هغه کسان چي غواړي خپلي لوړي زده کړي په خصوصي موسیسو کي ترسره کړي وايي، چي کولای سي خپل د خوښي پوهنځیو ته کامیابه سي.
دوی دغه فرصت د ځان لپاره طلايې چانس بولي او وايي، چي په خصوصي سکټور کي به د زده کړو تر څنګ کار هم کوي.
که څه هم په کندهار ولایت کي د کانکور د ګډون کوونکو شمیر نسبت نورو ولایتونو ته اوس هم لږ دی خو د پوهني ریاست مسٔولین وايي، دوی خپل ټول امکانات په کار اچولي دي.
د کندهار د پوهني ریس عبدالقادر پیوستون وايي، دا مهال په کندهار کي شاوخوا ۴۵۰ تعلیمي مرکزونه سته چي ۴۴ يې خصوصي دي او لا هڅه کوي چي دا شمیره نوره هم لوړه کړي.
په کندهار کی دا مهال د ۷ په شاوخوا کي د لوړو او نیمه لوړو زده کړو خصوصي موسیسې سته چي پکښي زرګونه ځوانان په زده کړو بوخت دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون