د کندهار د ترافیکو برېښنايي زیګنالونو نه مراعت خلک په ځانګړي ډول ترافیک له ستونزو سره مخامخ کړي.
دوې وايي، د ښار پر عمومي جادو څراغونه نصب سوي خو چلونکي يې نه مراعتوي.
چلونکي وايي، د ښار اکثره برېښنايې زیګنالونه خراب سوي او ښاروالۍ يې د ترمیم چاري نه دي ترسره کړي.
د ښار مرکزي نقطه چیري چي ګڼه ګوڼه زیاته او چلونکي ترافیکي سراغونه نه مراعتوي.
په جوړو ښاري سیستمونو کي عمومآ یوازي چلونکي برقي زیګنالونه مراعتوي او د ترافیکو اړتیا نه وي
خو برعکس په کندهار کي دا ستونزه اوس هم محسوسیږي او ترافیک وايي، چلونکي خپل مسېر نه پیژني او ډير وخت له ترافیکي څراغونو څخه تیریږي چي دې چاري ترافیکي حدثاتو ته لاره هواره کړې.
د کندهار د ترافیکو مدیر محمد الله وايي، ددې ستونزي د هوارولو لپاره يې د جریمې سیستم جوړ کړي ترڅو ددغه سرکښیو مخه ونیسي.
نوموړي وايي، د څراغونو د نصب با اوجود ترافیک هم په هغه سیمو کي موظف دي چیري چي ګڼه کوڼه وي.
ښاغلي محمد الله وایی، جریمه د وسایطو د کنټرول یوازنی بدیل دی چي دې کار چلونکي مجبوره کړي ترڅو ترافیکي قوانینو ته درناوی وکړي.
که څه هم چلونکي تر یوه بریده دغه ستونزه مني خو زیاتوي چي د کندهار ښار ترافیکي زیګنالونه خراب سوي او پر ځینو جادو بیخي نصب سوي هم نه دي.
چلونکي وايي، حکومت باید د ټولو عمومي جادو او چوکونو د څراغونو سیستم جوړ کړي تر څو په راتلونکي کي یاده ستونزه حل سي.
بلخوا د کندهار ښاریان له چلونکو غواړي چي په قانوني ډول دغه څراغونه مراعت کړي.
دوی وايي، په ډيرو سیمو کي دغه ترافیکي څراغونه نصب سوي خو چلونکي يې نه مراعتوي.
د ښاریانو په خبره که چيري چلونکي دغه برخي ته پاملرنه وکړي نو په دې کار سره به يې د ترافیکي پیښو ګراف هم راټيټ کړي وي.
تر ډيره دغه ستونزه ښاروالۍ ته راجع کیږي خو د کندهار ښاروالۍ وايي، دا تخنیکي ستونزي دي او کله ناکله د خلکو د شکایت باعث کیږي.
دوی وايي، د ښاري سیستم د جوړولو او ترافیکي حادثو د کنټرول لپاره پراخ پلانونه لري چي په پلي کولو سره به يې د ترافیکو سره پوره مرسته وکړي.
کندهار د لویو ولایتونو څخه دی چي د وسایطو شمیر يې هم څو برابره دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون