په تیرو پنځو ورځو کي په فراه ولایت کي تر ۵۰ زیات امنیتي سرتیري وژل سوي

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، په روانه اونۍ کي د فراه انادري ولسوالي طالبانو ونیوله اود امنیتي ځواکونودرې مهم مرکزونه د طالبانو لاس ته لویدلي.

دغه لړۍ له تیرو څومیاشتو راهیسي روانه ده.

بالخوا د فراه سیمه یېز چارواکي بیا طالبانوته د درنې مرګژوبلي اړولو ادعا کوي.

په وروستیو پنځو ورځوکي په فراه کي د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونوترمنځ درنې جګړې سوي.

په روانه اونۍ کي پېښي!

۱-  د جمعې په ورځ  په بالابلوک ولسوالۍ کي پنځلس تنه کمانډو ځواکونه د طالبانو په برید کي ځای پرځای ووژل سوه.

۲ – د شنبې شپه د فراه مرکز اړوند برنګتوت سیمه کي د یوه امنیتي مرکز د سقوط په پایله کي اووه ملي پولیس ووژل سوه .

۳- د یکشنبې په شپه د فراه د انادرې ولسوالۍ د طالبانو له لوري ونیول سوه چي پرمهال يې دولس امنیتي ځواکونه ووژل سوه .

۴- پشترود ولسوالۍ کي د سړک غاړې ماین چاودني له امله د ملي پوځ څلور  سرتیري ووژل سوه.

۵ – د سي شنبې په ورځ هم د فراه مرکز اړوند د شمالګاه په سیمه کي څلور پولیس ووژل سوه اوڅلور نورطالبانو له ځان سره ژوندي بیولي.

۶- د چهارشنبې په ورځ سهار هم د فراه مرکز اړوند د ده یک په سیمه کي اته د ملي امنیت اوملي پولیسو سرتیري ووژل سوه او اړونده پوستي يې د طالبانو له لوري سقوط سوي.

د امنیتي ځواکونود وژلو دغه لړۍ له تیرو څومیاشتوراهیسي روانه ده.

د فراه والي مني چې په روانه اونۍ کي شپږدیرش افغان سرتیري وژل سوي نوموړی طالبانو ته هم د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعاکوي.

د فراه ولایت مدني فعالان هم د طالبانو د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه انديښنه ښه يې او لامل يې د امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالی بولي.

باید وویل سي چې فراه کي د افغان امنیتي سرتیرو د وژلو لړۍ له تیرو څو میاشتو راهیسي روانه ده چي له امله يې د فراه مخکني والي له خپلي دندي استعفا ورکړه اوامنیه قومندان يې د مرکزي حکومت له لوري له دندي ګوښه سو.

اوس چي نوی والي او امنیه قومندان دغه ولایت ته لیږل سوي لاهم د امنیتي ځواکونو دمرګ ژوبلي په مخنیوي کي پاته راغلي اورسنیوته په دي اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...