Author Archives: asad noori

په هرات ولایت کي د موټر سایکل بم چاودني لږ تر لږه ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

چارواکي وایي، پیښه نن د غه ۲ بجې د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کي رامنځته سوې ده. پېښه د شینډنډ مارکیټ په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کي رامنځته سوې ده او په ترڅ کي یې یو تن وژل سوی او اوه نور ټپیان دي. هرات د افغانستان په لودیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه ...

Read More »

(( د روزګان د پوهني په ریاست کي د پراخ فساد له امله هر کال زیات شمیر بې سواده کسان فارغه کیږي))

راپور: اجمل وصال د اروزګان ولایت اوسیدونکي وایې، د پوهني د ریاست په چوکاټ کي سته فساد ددې لامل سوی چي هرکال ګڼ نالوستي کسان د دولسم ټولګۍ څخه فارغ او ټولني ته یې وړاندې کړي. ولایتي مسوولین بیا وایي، چي د معارف په برخه کي د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پیلولو ته ژمن دي. د روزګان د اطلاعاتو او ...

Read More »

د افغانستان د ښار جوړوني وزارت وايي، ډیر ژر به د کندهار ښار لپاره نوی ماسټر پلان وړاندي کړي

راپور: محمد یار مجروح له  هغه وروسته چي ښاروالي په کندهار کي د بیا رغوني کارونه چټک کړي ورسره سم د دغه ښار اوسیدونکي هره ورځ د ښاروالۍ د ماسټر پلان له تطبیق څخه شکایتونه کوي. د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، د زراعتي مځکو او د ماسټر پلان د تطبیق په نومونو د دوی ډیري مځکي له منځه تللي چي ...

Read More »

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نیال ایښودني کمپاین کي برخه واخیستل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د ټولنې له یو شمېر غړو سره چي په هېواد کي د نیالګیو د کښېنولو لپاره یې کمپاین پیل کړی د خپل کار په دفتر کې وکتل او د یو سمسور افغانستان په هیله یې له دغو ځوانانو سره یوځای نیالګی کښېنوه. پخواني ولسمشر د دې تر څنګ چي د یادو ...

Read More »

ننګرهار مرکز کي د چاودني له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کي د چاودني له امله لږ تر لږه درې تنه وژل سوي. پیښه نن د غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د جلال اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته سوې ده. چارواکي وايي، چي د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پل ته څېرمه ماپښين يوه بجه او ...

Read More »

د پاکستان څخه د غيري قانوني سوداګريزو توکو د مخنيوي نوې هڅه

افغان حکومت غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زابل په شملزو ولسوالۍ کي ګمرک جوړ کړي. که څه هم په دغه سيمه کي وسله والو طالبانو هم ګمرک درلود خو افغان حکومت وايي، د مخالفينو ددې غيري قانوني کړونو مخه به نيسي او سوداګرو ته به په دې برخه کي اسانتياوی رامنځ ته کوي. په سیمه کي د ګمرک ...

Read More »

په کندهار کي بزګران وايي، وچکالیو د اوبو سطحه کښتنه کړې او د جنراتورنو په وسیله اوله نه را ایستل کیږي

دوی وايي، دولت باید په ژمي کي د بارانونو اوبه زخیره کړي ترڅو د کاختۍ په صورت کي له هغه اوبو څخه استفاده وسي. سمسور کندهار د تندي په خوله کي هغه ښار چي یو وخت به يې سمسورتیا زړونو ته سکون ورکوی. پسرلي ته د ګوتو په شمیر ورځي پاته دي خو کندهار ښار کي یوازي ځاي ځاي کلونو ...

Read More »

په کندهار کي د ولس ږغ په نوم سیاسي بهیر وايي، حکومت دي د سولي لپاره ولسي مشرانو ته امکانات ورکړي

راپور: سید حمید هاشمي ددغه بهیر غړي وايي، دوی په هیواد کي د سولي او پرمختګ ملاتړ کوي او ددې کار لپاره به د وسوالو طالبانو سره خبري پیل کړي. د ولس ږغ په نوم سیاسي بهیر چي تیره اونۍ يې له کندهار خپل فعالیت پیل کړ، په هیواد کي د اصلاحاتو او سولي غوښتنه کوي. ددغه بهیر غړو په ...

Read More »

د سولي تر نامه لاندي د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل سوي سیالۍ د اتحاد د لوبډلي په اتلولۍ پاي ته ورسیدي

د کرکټ یادي لس اوریزي سیالۍ چي شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکي د لسو لوبډلو ترمنځ پیل سوي، تیره جمعه یې پاي لوبه د هیواد تلویزون او اتحاد لوبډلو تر منځ ترسره سوه. د یادي وروستي لوبي پچه د هیواد تلویزون لوبډلي وګټل او په ټاکلي لسو اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سیالي اتحاد لوبډلي ته د ۱۲۵ ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا: په نژدې راتلونکي کي غواړي یو پلاوی کابل ته ولیږي تر څو ستونزي د مرکزي ادارو سره شریکي کړي 

د کندهار د ولایتي شورا غړي وايي، په نژدې راتلونکي کي غواړي یو پلاوی کابل ته ولیږي تر څو ستونزي د مرکزي ادارو سره شریکي کړي د ولایتي شورا غړی نعمت الله شیردلی وایي، چي دغه راز په کندهار کي هم د پوره بودیجې د مصرف په اړه یې په وار وار په ولایتي غونډو کي غوښتني کړي خو دا ...

Read More »