د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د ټولنې له یو شمېر غړو سره چي په هېواد کي د نیالګیو د کښېنولو لپاره یې کمپاین پیل کړی د خپل کار په دفتر کې وکتل او د یو سمسور افغانستان په هیله یې له دغو ځوانانو سره یوځای نیالګی کښېنوه.
پخواني ولسمشر د دې تر څنګ چي د یادو ځوانانو هڅي يې وستایلې او د دوی دغه کار یې د هېواد او خلکو په ګټه وباله هیله یې څرګنده کړه چي د سمسور او ښکلي افغانستان د درلودو لپاره ټول هېوادوال د نیالګیو په کښېنولو او ساتنه کي فعاله ونډه واخلي.
هغه له ځوانانو څخه وغوښتل چي په یووالي او اتفاق سره خپل هیواد اباد کړي او افغانستان د پرمختللو هیوادونو په کتار کي ودروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون