ننګرهار مرکز کي د چاودني له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کي د چاودني له امله لږ تر لږه درې تنه وژل سوي.

پیښه نن د غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د جلال اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته سوې ده.

چارواکي وايي، چي د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پل ته څېرمه ماپښين يوه بجه او پنځلس دقيقې په موټر سايکل کي د ځای پر ځای سوو چاوديدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته سوې، چي له امله یې تر اوسه ۳ شهيدان او اته ټپيان عامي روغتيا روغتون ته ليږدول سوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښي مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...