راپور: محمد یار مجروح
له هغه وروسته چي ښاروالي په کندهار کي د بیا رغوني کارونه چټک کړي ورسره سم د دغه ښار اوسیدونکي هره ورځ د ښاروالۍ د ماسټر پلان له تطبیق څخه شکایتونه کوي.
د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، د زراعتي مځکو او د ماسټر پلان د تطبیق په نومونو د دوی ډیري مځکي له منځه تللي چي له امله يې دوی ته زیات تاوانونه اوښتي دي.
ښاریان وايي، اوسنی ماسټر پلان سم نه دی او ورسره داحمدشاهي ښار ډیری تاریخي ځایونه له منځه تللي چي اړوند ارګانونه باید پآملرنه ورته وکړي.
پر همدې مهال د ښار جوړوني وزرات وايي، دوی پر دې کار کوي چي د کندهار لپاره یو منظم ماسټر پلان له سره جوړ کړي.
د ښار جوړوني وزرات مشاویر خواجه جاوید صدیقي وايي، یاد وزرات له دوو کلونو راهیسي د کندهار ښار پر ماسټر پلان کار کوي او ډیر ژر به یو منظم ماسټر پلان د کندهار ښاروالۍ او ښار جوړوني ریاستونو ته وسپاري.
د ښار جوړوني وزرات د کندهار ښار د نوي ماسټر پلان خبري پر داسي مهال کوي چي ډیری ښاریان د اوسني ماسټر پلان له تطبیق څخه خوښ نه دي او هره روځ دولتي ادارو ته په شکایت ورځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون