راپور: اجمل وصال
د اروزګان ولایت اوسیدونکي وایې، د پوهني د ریاست په چوکاټ کي سته فساد ددې لامل سوی چي هرکال ګڼ نالوستي کسان د دولسم ټولګۍ څخه فارغ او ټولني ته یې وړاندې کړي.
ولایتي مسوولین بیا وایي، چي د معارف په برخه کي د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پیلولو ته ژمن دي.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د ژمنیو ښوونیزو زده کړو له مرکز څخه د ۳۶۲ کسانو د فراغت په غونډه کي ګډونوالو تر ډیره ددې ولایت د پوهني ریاست مسٔوولین په خپلو چارو کي پاته وبلل او وویل، چي سته فساد ددې لامل سوی چي ډیر نالوستي ځوانان د دولسم ټولګي څخه فارغ کړل سي.
د تیرو ۱۶ کلونو راهیسي مرکزي ادارې د روزګان د پوهني په برخه کي اصلاحات نه دي راوستي او د روان ناوړه حالت په مخینوي کي پاته راغلي.
د روزګان ولایت مقام مرستیال هم دلته د پوهني په برخه کې سته ستونزي مني خو د خلکو څخه غواړي چې خپل اولادونه ښوونځۍ ته ولیږي او د تعلیم په ګاڼه یې سمبال کړي.
عبدالواحد پټان وایي، ولایتي ادارې ژمنه کړې چي تردې وروسته به ددغه ولایت د معارف په برخه کي ژور اصلاحات راوستل کیږي او د مکافاتو او مجازاتو لړۍ به پیلیږي.
د روزګان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا د انګلیسي ، کمپوتر او خطاطۍ له ښوونیز مرکز څخه دغه ۳۲۰ ځوانان په داسي حالت کي فارع کیږي چي ښوونیز کال ته هم یوازي د ګوتو په شمیر ورځي پاتي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون