په هرات ولایت کي د موټر سایکل بم چاودني لږ تر لږه ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

چارواکي وایي، پیښه نن د غه ۲ بجې د شینډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کي رامنځته سوې ده.

پېښه د شینډنډ مارکیټ په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کي رامنځته سوې ده او په ترڅ کي یې یو تن وژل سوی او اوه نور ټپیان دي.

هرات د افغانستان په لودیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیدی، خو په وروستیو کي یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب سوی دی.

د هرات په یو شمېر لیرو پرتو سیمو کي اوس هم کله ناکله امنيتي پيښي رامنځته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...