Author Archives: asad noori

سوري ځواکونه: ددې هیواد  د ختیځي غوطې شاوخوا ۹۰ سلنه خاوره يې نیولي ده 

د سوري ځواکونو ویلي، چي د ختیځي غوطې د حرستادر ښار په نیولو سره یې د دې سیمه ۹۰ سلنه خاوره اوس تر خپلې ولکې لاندې راوستلي ده. دوی ویلي، چي د حرستادر ستراتیژیک ښار یې په مکمل ډول د ترهګرو له شتون څخه پاک کړی دی. د سوریې د پوځ چارواکي وایي، پاته برخې به هم ډېر ژر د ...

Read More »

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د نوي کال په مناسبت پسرلنۍ مشاعره  تر سره سوه

راپور: محمد یار مجروح د کندهار ښار ته په  پنځه کیلومترۍ کي پرته پنجوايي ولسوالۍ چي یو وخت د افغان ځواکونو او وسلوالو د جکړې مرکز بلل کیدی اوس يې امنیت د ډاډ وړ دي او تازه پکښي فرهنګي فعالیتونه راټوکیدلي. دکندهار د اطلاعاتو او کلتور ریٔس فضل الباري بریالی او د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي د مشاعرې اړوند ...

Read More »

نورز یا نوي کال د ښکلاګانو موسم بلل کیږي، چي روحونه تازه کوي

راپور: بشیر احم فیضان کندهاري ځوانان وايي، په دغه موسم کي بیلاـ بلي میلې ترسره کوي او دا میلي د خپل فرهنګ لرغوني مراثه بولي. نووروز د کال د پرانیستلو نوی باب. د کال په څلورو پړوانو کي یوازنی پړاو همدا نوروز دی چي شن ګیا را منځ ته کوي. دغه میاشت طبعي کیف لري ګلونه څانګي غوړوي  او زړونو ...

Read More »

په کندهار کي اسرا کتابتون او څېړنيز مرکز پرانيستل سو

راپور: سید حمید هاشمي په دغه کتابتون کي شاو خوا شپږ زره بېلابېل کتابونه د مطالعي لپاره ايښودل سوي دي. یاد کتابتون او څېړنيز مرکز د ملي سوداګر حکمت الله ښادمن په شخصي لګښت جوړ سوی. د اسرا کتابتون او څېړنيز مرکز مشر جانان مومن وايي، د ځوانانو لپاره د مطالعې د فرهنګ د عامولو او ذهني پراختيا په موخه ...

Read More »

په کندهار کي د نوي کال مراسم د ارغنداب ولسوالۍ په باباولي زیارت کي ولمانځل سول

محمد یار مجروح که څه هم په کندهار کي د نوي کال مراسم نور وختونه د خاکریز ولسوالۍ په شاه اغا زیات کي ترسره کیږي خو د امنیتي ستونزو له امله د نوي کال مراسم دا ځل د ارغنداب ولسوالۍ په باباولی زیارت کي تر سره سوه. د کندهار ولایتي مسٔوولین وايي، امنیتي ځواکونو پوره هڅي کړي خو د تپل ...

Read More »

د کابل کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه رامنځ ته سوې

د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د سوځلو موټرانو په سیمه کي یو فیلډر او لارۍ موټر سره ټکر سوی دی چي په نتیجه کي یې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړیدی. په پېښه کي درې تنه ټپیان. ټپیان روغتون ته استول سویدي.

Read More »

په کابل کي د ځانمرګي برید له امله ۲۶ تنه وژلي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په نننۍ ځانمرګي برید کي تر دې مهاله ۲۶ تنه وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان دي. د ده په خبره په وژل سویو او ټپيانو کې ډېری یې ملکیان دي. د نوموړي په خبره چاودنې هغه خلک په نښه کړي دي چي سخي زیارت ته د جنډې د پورته کولو په ...

Read More »

په کابل کي موټر بم برید سوی

دا پېښه علي اباد روغتون ته نژدې سوې. تر اوسه د مرګ ژوبلي کره شمېره نسته. د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علي اباد روغتون ته څېرمه ځانمرګی موټر بم برید سوی دی. د پېښي له امله مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه معلومات نسته. د کابل علي اباد روغتون ...

Read More »

د کندهار ولایتي چارواکي او خلک وايي، د هیواد ټلویزیون مشعل تعلیمي پروګرام د زده کوونکو لپاره ډېره ګټور تمام سوی

د کندهار مرستیال والي وايي، چي له دې پروګرام سره په ډيرو ښوونځیو کي د زده کوونکو د زده کړي سویه لوړه سوې او ډېر پټ استعدادونه راڅرګند سوي دي. مشعل پروګرام چي د هیواد ټلویزیون له لاري د روشن مخابراتي شرکت په مرسته دوام لري په دریمه دوره کي یې د ۴۱ پروګرامونو په ترڅ کي د ۸۲ دولتي ...

Read More »

د کندهارامنیتي چارواکي د نوي کال لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي

راپور: سید حمید هاشمي نن چهارشنبه د نوي ۱۳۹۷ کال لومړی ورځ ده . د کندهار والي تورن جنرال زلمی ویسا وايي، د نوي کال لپاره يې ځانګړي تدابیر نیولي دي تر څو خلک دغه ورځ په ارامۍ او خوشحالی ولمانځي. نوموړي له خلکو وغوښتل چي د امنیت د لا ټینګښت په موخه له امنیتي سرتیرو سره تر خپله وسه ...

Read More »