محمد یار مجروح
که څه هم په کندهار کي د نوي کال مراسم نور وختونه د خاکریز ولسوالۍ په شاه اغا زیات کي ترسره کیږي خو د امنیتي ستونزو له امله د نوي کال مراسم دا ځل د ارغنداب ولسوالۍ په باباولی زیارت کي تر سره سوه.
د کندهار ولایتي مسٔوولین وايي، امنیتي ځواکونو پوره هڅي کړي خو د تپل سوي جګړې له امله دولت ندی توانیدلی تر څو د خلګو هغه هیلي ورپوره کړي چي د تیر کال په شروع کي يې درلودې.
د کندهار والي زلمي ویسا د نوي کال د مراسمو د لمانځلو پر مهال وویل، چي تیر ۱۳۹۶م کال د کندهار لپاره د لاس ته راوړونو ډک کال وو او په راتلونکي کال کي به هم په دغه ولایت کي په زیاته اندازه انکشافي کارونه ترسره سي.
هغه د تیر کال د لاس ته راوړنو څخه د ټاپي پروژې یادونه وکړه چي د کندهار له شپږو ولسوالیو څخه به تیریږي او په زرګونو کسانو ته به د کار زمینه پکښي برابره سي.
کندهار والي د همدا راز وویل، چي په ۱۳۹۷م کال کي به په کندهار کي زیات پرمختیايي کارونه ترسره سي.
هغه زیاته کړه چي په روان کال کي به د کندهار د دهلې دبند د لوړیدو چاري ترسره سي چي د کندهار اووه ولسوالۍ به ورڅخه خړوبه سي.
د هغه په خبره د برېښنا په برخه کي به هم یو لړ تغیرات راسي.
پر همدې مهال د ارغنداب ولسوال شاه محمد محمدي او د اطلاعاتو کلتور ریٔس فضل الباري بریالی د نوی کال د مراسمو پر مهال وویل، چي په روان کال کي باید د سولي په برخه کي زیاتي هڅي وسي او د دولت څخه مررو وروڼه پخلا سي.
دوی زیاته کړه، چي د هیواد د ابادلو لپاره باید خپله ټول افغانان لاس په کار سي او بهرنیو کړیو ته اجازه ورنکړي چي په افغانستان کي تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.
په افغانستان کي د نوي کال او نوروز ورځي په لمړي ځل د یما باچا له لوري لمانځل سوي.
که څه هم افغان دولت ۱۳۹۶م کال د افغانانو لپاره د لاس ته راونو ډک کال بولي خو روانو جګړو په دغه هیواد کي تیر کال په زرګونو کسان ووژل او په زیاته شمیر يې ټپيان کړل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون