په کندهار کي اسرا کتابتون او څېړنيز مرکز پرانيستل سو

راپور: سید حمید هاشمي

په دغه کتابتون کي شاو خوا شپږ زره بېلابېل کتابونه د مطالعي لپاره ايښودل سوي دي.

یاد کتابتون او څېړنيز مرکز د ملي سوداګر حکمت الله ښادمن په شخصي لګښت جوړ سوی.

د اسرا کتابتون او څېړنيز مرکز مشر جانان مومن وايي، د ځوانانو لپاره د مطالعې د فرهنګ د عامولو او ذهني پراختيا په موخه يې دغه علمي مرکز پرانستی دی .

د ده په خبره، دغه کتابونه شاوخوا شپږ زره بېلابېل کتابونه لري، چي ترڅنګ يې ځوانانو ته د انلاين انټرنيټ له لاري هم د مطالعي زمینه برابره سوي ده.

د کندهار د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریٔس فضل باري بریالی وايي، دوی په کندهار کي ۳۵ کتابتونونه سته ولي ځوانان د مطالعي لپاره علاقه نلري.

هغه وايي، د مطالعي د عامولو لپاره ځیني پروګرامونه تر لاسه لاندي لري.

فرهنګي شخصیتونه او لیکوالان هم مطالعه د انسان د فکري ودي تر ټولو ښه وسیله بولي.

د کندهار په عینو میني ښارګوټي په ښادمن علمی خزانه کي د اسرا په نوم دغه کتابتون او څېړنيز مرکز د ملي سوداګر حکمت ښادمن په شخصي لګښت جوړ سوی دی.

ښادمن علمي خزانه اوس مهال د وړکتون، ښوونځۍ پوهنتون، د عصري زده کړو مرکز، او نوري ښوونیزي برخي لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...