نورز یا نوي کال د ښکلاګانو موسم بلل کیږي، چي روحونه تازه کوي

راپور: بشیر احم فیضان

کندهاري ځوانان وايي، په دغه موسم کي بیلاـ بلي میلې ترسره کوي او دا میلي د خپل فرهنګ لرغوني مراثه بولي.

نووروز د کال د پرانیستلو نوی باب.

د کال په څلورو پړوانو کي یوازنی پړاو همدا نوروز دی چي شن ګیا را منځ ته کوي.

دغه میاشت طبعي کیف لري ګلونه څانګي غوړوي  او زړونو ته تسکین ورکوي.

د پسرلي مستي وږمې هر ځای محسوسیږي  او روح ته غذا ورکوي.

سیمه ګلونو پوښلي خوشبويي يې روح تازه کوي .

د کال څلور موسمونه ځان ځان ته رنګ لري خو له طبعي نګاه د پسرلي  موسم د انسان د روغتیا لپاره مناسب بلل کیږي

ځوانان د ښار بیلا- بیلو برخو ته راوتلي په څيرو کي يې خوشحالي احساسیږي او له موسمه خوند اخلي.

د غرنو په لمنو کي هم ځوانان لیدل کیږي ، دوی وايي، د خپل کلتور او عنعناتو له مخي په دغه ورځو کي تر کارو بار تفریح ته ترجع ورکوي.

لوبي هم د نوروز د تفریخ یوه برخه بلل کیږي.

دلته ځوانان د کرکیټ لوبي کوي او مینه وال يې نندارې ته راوتلي.

انساني عاطفه یوازي له خلکو سره تر میني نه ده محدوده بلکي ډير وخت انسانان  له محیط او چاپیریال سره هم مینه کوي.

په ټولنیز ژوند کي انسان له سختیو سره مخامخ کیږي خو د طبعیت تقاضا همیش یوه نه وي.

کله کله دغه طبعیت پر خوشحالیو هم غلبه کوي

که څه هم پر هیواد اوږده جګړه مسلطه ده خو ددې ټولني خلکو خپل هیمت د لاسه نه دي ورکړي او خپل عنعنات خوندي ساتي.

خلک نور جنګ نه غواړي سوله خوښوي او ددې تپل سوي ناورین اوربند ته په تمه دي هغه اوربند چي نژدې څلویښت کاله ددې خلکو ژوند اخلي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...