د کندهار مرستیال والي وايي، چي له دې پروګرام سره په ډيرو ښوونځیو کي د زده کوونکو د زده کړي سویه لوړه سوې او ډېر پټ استعدادونه راڅرګند سوي دي.
مشعل پروګرام چي د هیواد ټلویزیون له لاري د روشن مخابراتي شرکت په مرسته دوام لري په دریمه دوره کي یې د ۴۱ پروګرامونو په ترڅ کي د ۸۲ دولتي او خصوصي ښوونځيو زده کوونکو ګډون کړی دی.
د هواد ټلویزیون د مشعل تعلیمي پروګرام د ولایتي چارواکو او خلکو له خوا وستایل سو.
دغه پروګرام په دریمه دوره کي ۴۱ پروګرامونه خپاره کړي چي د ۸۲ دولتي او خصوصي ښوونځیو زده کوونکو برخه پکښي اخیستې ده.
یاد پروګرام چي تر پنځه زره زیاتو زده کوونکو ته پکښي د ګډون چانس ورکول سوی د روشن مخابراتي شرکت په مرسته مخته وړل کیږي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، چي دغه پروګرام د ډيرو زده کوونکو استعدادونه راپورته کړي او تشویق سوي دي.
د هیواد ګروپ رئيس صدیق الله وايي، د مشعل پروګرام چي د روشن مخابراتي شرکت په مرسته دوام لري ډېر خلک یې غوښتونکي دي.
هغه وايي، نور مخابراتي شرکتونه هم باید د ورته پروګرامونو په جوړولو کي همکاري وکړي تر څو د پوهني په برخه کي لا هم ډېر کار سوی وي.
په کندهار کي د روشن مخابراتي شرکت مسٔول انوارالدین نور هم وايي، یاد مخابراتي شرکت په ډيرو تعلیمي برخو کي مرسته کړې او په دې برخه کي به لا هم دوام ورکړي.
هغه وايي، دغه شرکت ژمن دی چي د پوهني په برخه کي خپل دې کار ته ادامه ورکړي تر څو لا هم د زده کوونکو سویه لوړه سي.
د مشعل تعلیمي پروګرام لړۍ چي دا یې دریمه دوره وه له مخي یې زیات شمېر زده کوونکي تشویق سوي او ډېر پټ استعدادونه هم پکښي راپورته سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون