دا پېښه علي اباد روغتون ته نژدې سوې.
تر اوسه د مرګ ژوبلي کره شمېره نسته.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علي اباد روغتون ته څېرمه ځانمرګی موټر بم برید سوی دی.
د پېښي له امله مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه معلومات نسته.
د کابل علي اباد روغتون په جمال مېنه کي د کارته سخي زیارت سره څېرمه پروت دی چي معمولاً پکښي د نوي کال مېله وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون