د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په نننۍ ځانمرګي برید کي تر دې مهاله ۲۶ تنه وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
د ده په خبره په وژل سویو او ټپيانو کې ډېری یې ملکیان دي.
د نوموړي په خبره چاودنې هغه خلک په نښه کړي دي چي سخي زیارت ته د جنډې د پورته کولو په مراسمو کي د ګډون لپاره په سیمه کې راټول سوي وو.
تر اوسه کومې ډلې په کابل کې د نني انتحاري برید مسولیت نه دی منلی.
په سخي زیارت کې د نوي کال په مناسبت مراسم نیول کېږي چې زرګونه کسان پکښي ګډون کوي.
د یادونې وړ ده چي تر دامهاله د چاودني مسؤلیت کومي وسله والي ډلي په غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون