د کندهار ولایتي شورا: په نژدې راتلونکي کي غواړي یو پلاوی کابل ته ولیږي تر څو ستونزي د مرکزي ادارو سره شریکي کړي 

د کندهار د ولایتي شورا غړي وايي، په نژدې راتلونکي کي غواړي یو پلاوی کابل ته ولیږي تر څو ستونزي د مرکزي ادارو سره شریکي کړي

د ولایتي شورا غړی نعمت الله شیردلی وایي، چي دغه راز په کندهار کي هم د پوره بودیجې د مصرف په اړه یې په وار وار په ولایتي غونډو کي غوښتني کړي خو دا چي دلته بودیجه پوره نه مصرفیږي نو ځکه پروژې له پلې کېدو څخه پاتیږي.

د کندهار د ولایتي شورا غړو په خپله نوبتي غونډه کي د پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ او وايي، چي په کندهار کي پرتې ځيني ستونزي به د وزارتونو سره شریکي کړي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله شیردلی وايي، چي غواړي په نژدې راتلونکي کي کابل ته ولاړ سي او د روغتیا، کرني، پوهني او نور برخو کي پرتې ستونزي به له اړوند وزارتونو سره شریکي کړي.

هغه وايي، په کندهار کي یې د ښوونکو د معاشاتو ستونزه جدي نیولې او په دې اړه هلي ځلي کوي چي تر څو د هغوی معاشات ورته حواله سي.

ده دغه راز وویل، په کندهار کي اکثره وخت ادارې بودیجه پر وخت نه مصرفوي ځکه دلته ډيري پروژې پاتیږي او دا ستونزه یې په وار وار په ولایتي مجلسونو کي یاده کړې ده.

بل خوا ښاغلی شیردلی په کندهار کي د امنیت په اړه وايي، چي په دغه ولایت کي امنیت نسبت ښه دی او افغان ځواکوه هڅه کوي چي لا هم د امنیت په ټینګښت کي پرمختګ راسي.

د کندهار ولایتي شورا پر داسي مهال په کندهار کي پر وخت د بودیجې د تطبیق غوښتنه کوي چي ویل کیږي ډيري لویي پروژې د کندهار له بودیجې څخه لیري کړل سوي.

تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو کندهار په خپل سفر کي ویلي وه، چي د کندهار سره تعصب پالل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...