د سولي تر نامه لاندي د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل سوي سیالۍ د اتحاد د لوبډلي په اتلولۍ پاي ته ورسیدي

د کرکټ یادي لس اوریزي سیالۍ چي شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکي د لسو لوبډلو ترمنځ پیل سوي، تیره جمعه یې پاي لوبه د هیواد تلویزون او اتحاد لوبډلو تر منځ ترسره سوه.

د یادي وروستي لوبي پچه د هیواد تلویزون لوبډلي وګټل او په ټاکلي لسو اورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سیالي اتحاد لوبډلي ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکي.

په جوابي توپ وهنه کي د اتحاد لوبډلی یاد هدف د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځیدو پوره او لوبه یې په خپله ګټه پاي ته ورسول.

د هیواد تلویزون ریٔس صدیق الله خلیق وایي، چي ددې لوبډلي څخه موخه د ځوانانو تشویق او هڅونه ده.

نوموړی وایي هڅه کوو تر څو د ورزش په برخه کي د هیواد په سطحه  استعدادونه پیدا کړو.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...