Author Archives: asad noori

کندهار امنیه قومنداني: د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کي ۱۳ د دولت وسله وال مخالفین وژل سویدي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، ددغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کي  ۱۳ وسله والو طالبان وژل سویدي. د کندهار امنيه قوماندان عبدالرازق وايي، چي دغه وسله وال تېره ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کي وژل سوي دي. نوموړی وايي، په وژل سویو وسله والو کي د بم جوړلو دوه انجنیران هم شامل دي. امنیه قومندان وايي، په ...

Read More »

ایراني پولیسو ددې هیواد د پخواني ولسمشر یو ملاتړ کوونکی نیولی

د ایران د لويي څارنوالۍ ویبپاڼه خبر ورکوي چي پولیسو پخوانی مرستیال ولسمشر او لوی درستیز اسفندیار رحیم مشایي ونیوی. د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د دې نژدې ملاتړي د نیولو په برخه کي نور توضحیات نه دي ورکړل سوي. مشایي د احمدي نژاد د ولسمشرۍ د دوهمي دورې په پیل کي په دوه زره نهم کال کي مرستیال ...

Read More »

د خوست اوسیدونکي د حکومت څخه د غلام خان بندر د رسمي پرانیستلو غوښتنه کوي

راپور: سردار محمد زیارمل د خوست سوداګر او د ولایتي شورا وکیلان د یوې خبري ناستي په ترڅ کي  له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو او رسمي پرانیستل کیدو غوښتنه وکړه، دوی ویل چي جمهور ریٔس دي په خپلو کړو ژمنو وفا وکړي او دواړه هیوادونو ترمنځ دي د موضوع د حل په ...

Read More »

د زابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایه ورکوونکو د ثبت وروستي کارونه هم بشبړ سوي او په نوي کال کی به یې کار پیل سي 

راپور: نثار احمد څپاند افغان حکومت اعلان کړی چي په راتلونکي لمریز کال کي به د ولسي جرګي او ولسوالیو شورا ګانو لپاره ټاکني ترسره کړي او په همدې موخه یو شمیر کارونه هم پیل سوي دي. د زابل د د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریٔس قدرت الله نقشبندي وایي، تر انتخاباتو مخکي د ثبت نام پروسه ترسره کیږي چي د ...

Read More »

د هلمند ترافیکو مدیریت غواړي په لښکرګاه او ولسوالیو کي د ترافیکي پیښو مخه ونیسي

راپور: جواد داوري دا اقدام وروسته له هغه کیږي چي د لښکرګاه او ولسوالیو ترمنځ په تیره میاشت کې شاوخوا ۲۰ ترافیکي پیښي رامنځ ته سوي. موټرچلوونکې ددي پروسي څخه خوشحاله دي او غوښتنه کوې نظامي موټرچلوونکو ته ترافیکي زده کړي ورکول سي. په تیره میاشت کي د لښکرګاه کرشک او لښکرګاه ناوې ولسوالۍ ترمنځ پر عمومي سړک شاوخوا ۲۰ ...

Read More »

د سږ مالي کال له بودیجې څخه د کندهار ولایت لویي او بنسټیزي پروژې ایستل سوي دي

د کندهار ولایت چي د حکومت د اوایلو څخه ورته کمه پاملرنه سوې او ددې ولایت خلک د بشپړي بریښنا، روغتیا، پوهني او نورو څخه سم نه دي برخمن سوي ور سره سم په دغه ولایت کي ډیري کمي بنسټیزي پروژې عملي سوي دي. د سږ ۱۳۹۷ مالي کال په بودیجه کي هم د خلکو د استازو په وینا د ...

Read More »

په کندهار کي تقاعد سويو مامورینو ته پر وخت معاشات نه ورکول کیږي

راپور: سید حمید هاشمي یو شمیر متقاعدین وايي، حکومت دي د دوی په امتیازاتو کي ډیروالی راولي. بلخوا د کندهار د کار او ټولنیزو چارو مسٔولین وايي، دوی هر کال تر دوه زره زیاتو متقاعدینو ته معاشات ورکوي. په کندهار کي یو شمیر دولتي متقاعدین وايي، چي دوی ته د تقاعد معاشات پر وخت نه ورکول کیږي. متقاعدین وايي، د ...

Read More »

په کندهار کي سیاحتي شرکتونو د اعتراض په  ډول خپل دفترونه د خلګو پر مخ وتړل

راپور: محمد یار مجروح د سیاحتي شرکتونو مسؤلین وايي، له تیرو څو ورځو راهیسي اریانا افغان هوايي شرکت پر ټاکلي وخت پروازونه نه کوي او مسافرو ته يې ګڼي ستونزي جوړي کړي دي. بلخوا د اریانا هوايي شرکت مسؤلین د پروازونو د ځنډ لامل تخنیکي ستونزي بولي او وايي، دوی يې د حل کولو په برخه کي هلي ځلي کوي. ...

Read More »

سوریه: ددې هیواد په ختیځه غوطه کي ۸۰ ملکیان د هوايي بریدونو په پایله کي وژل سوي

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چي مرکز يې په بريتانيا کي دى وايي، په ختيځه غوطه کي د روسيې په هوايي حملو کې پرون لږ تر لږه ٨٠ تنه ملکيان وژل سوي دي. د سوريې په ختيځه غوطه کي پرون هوايي حملو په لسګونو ملکيان وژلي او په زرګونو نور له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره ...

Read More »

ملي دفاع وزارت افغان پوځ ته امر کړی، چي پر پاکستان ځوابي بریدونه وکړي

ملي دفاع وزارت وایي، سرتېرو ته یې امر کړی چي له پاکستان دي د راکیټي بریدونو په غبرګون کې بالمثل عمل وکړي. د ملي دفاع وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چي پاکستان له څو ورځو راهیسي پر کونړ راکیټي بریدونو ته ادامه ورکړې ده. د ویاند په خبره دوی افغان ځواکونو ته امر کړی، چي له ...

Read More »