راپور: سردار محمد زیارمل
د خوست سوداګر او د ولایتي شورا وکیلان د یوې خبري ناستي په ترڅ کي له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو او رسمي پرانیستل کیدو غوښتنه وکړه، دوی ویل چي جمهور ریٔس دي په خپلو کړو ژمنو وفا وکړي او دواړه هیوادونو ترمنځ دي د موضوع د حل په اړه بنیادي ګامونه پورته کړي.
ددوی په وینا ددغه بندر ټول اړوند تاسیسات رغول سوي دي او په یاده برخه کې هېڅ ستونزه نه لیدل کیږي.
دوي ویل، که چیري د یادي موضوع د حل په تړاو ګامونه پورته نه سي، نو پر پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وايي، چې یاده ستونزه د لنډ وخت لپاره رامنځته سوې ده، دده په وینا په غلام خان بندر کي لا هم ځینو امنیتي او ودانیزو تاسیساتو ته اړتیا لیدل کیږي او دیادي تشي د پوره کیدو وروسته به دغه بندر بېرته پرانیستل سي :
له شاوخوا څلورو کالونو ځنډ وروسته د خوست غلام خان بندر څو ورځې وړاندې د سوداګریزو مالونو پر وړاندې پرانیستل سو او د فرضي کرښې ها خوا بندو موټرانو ته ، د داخلیدو اجازه ورکړل سوه.
خو دغه بندر بیرته هغه وخت وتړل سو چي د پلازمینې کابل څخه د رالیږل سوي مکتوب په زریعه پکښي د بندیدو ویل سوي وه، د نیمګړتیا د له منځه وړ لپاره یو پلاوی هم ټاکل سوی دی ،چي یاد پلاوی به په بندر کي سته نیمګړتیا په ګوته کوي او له راپور وروسته به یې د حل په اړه ګامونه پورته کیږي.
اوس به مالومیږي چي، سته ستونزو ته به څه وخت او څنګه د پای ټکۍ ایښودل کیږي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون