د هلمند ترافیکو مدیریت غواړي په لښکرګاه او ولسوالیو کي د ترافیکي پیښو مخه ونیسي

راپور: جواد داوري

دا اقدام وروسته له هغه کیږي چي د لښکرګاه او ولسوالیو ترمنځ په تیره میاشت کې شاوخوا ۲۰ ترافیکي پیښي رامنځ ته سوي.

موټرچلوونکې ددي پروسي څخه خوشحاله دي او غوښتنه کوې نظامي موټرچلوونکو ته ترافیکي زده کړي ورکول سي.

په تیره میاشت کي د لښکرګاه کرشک او لښکرګاه ناوې ولسوالۍ ترمنځ پر عمومي سړک شاوخوا ۲۰ ترافیکي پیښي رامنځ ته سوي دي څلور تنه پکښي وژل سوي او تر لسو ډیر ټپیان سوي دي.

د هلمند ترافیکو مدیر سموال میرزاخان روحاني وايي، موټرچلوونکي روزي تر څو د ترافیکي پېښو مخه ونیول سي او هڅه کوي د ملکي موترچلوونکو ترڅنګ نظامي موټر چلوونکو ته ترافیکي اصولو زده کړي ورکول سي.

دي وايي، تر یو حده توانیدلي چي په لښکرګاه ښار کي ترافیکي پیښو مخه ونیسي.

پرهمدي مهال موټرچلوونکي ددې پروسې ملاتړ کوي خو غوښتنه کوي چي ترافیکو مدیریت موټر چلوونکو ته د زده کړو ترڅنګ پر عمومي سړک ترافیکی نښی نصب کړي.

دوس وايي، هغه زده کړي چې دوي ته ورکول کیږي تر ډیره موټر چلوونکي پوهیدلي دي چي ترافیکي پېښو مخنیوي وکړي.

تردې وړاندي په نادعلي ولسوالۍ کې هم شاوخوا دوه سوه موټر چلوونکو ته ترافیکي زده کړي ورکول سوي وي.

د ترافیکو مدیریت چارواکي وايي، تردي وروسته په ګرشک ولسوالۍ کې هم موټر چلوونکي روزي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...