ملي دفاع وزارت وایي، سرتېرو ته یې امر کړی چي له پاکستان دي د راکیټي بریدونو په غبرګون کې بالمثل عمل وکړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چي پاکستان له څو ورځو راهیسي پر کونړ راکیټي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.
د ویاند په خبره دوی افغان ځواکونو ته امر کړی، چي له ځنډ پرته دي پر هغو سیمو بریدونه وکړي چي پر افغان خاوره راکیټي بریدونه ترې دوام لري.
له څو ورځو راهیسي پر کونړ راکیټي بریدونه روان دي او د ځايي خلکو په وینا سلګونه کسان د خپلو کورنو پر ېښودو ته اړ سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون