راپور: محمد یار مجروح
د سیاحتي شرکتونو مسؤلین وايي، له تیرو څو ورځو راهیسي اریانا افغان هوايي شرکت پر ټاکلي وخت پروازونه نه کوي او مسافرو ته يې ګڼي ستونزي جوړي کړي دي.
بلخوا د اریانا هوايي شرکت مسؤلین د پروازونو د ځنډ لامل تخنیکي ستونزي بولي او وايي، دوی يې د حل کولو په برخه کي هلي ځلي کوي.
د پنجشنبې په ورځ مسافرو ټوله ورځ د کندهار په هوايي ډګر کي د هوايي پرواز په موخه تیره کړه خو د اریانا افغان هوايي شرکت ونه توانید چي د ورځي تر پایه مسافر انتقال کړي.
د کندهار د سياحتي شرکتونو مسئولينو د اريانا افغان هوائي شرکت د فعاليتونو په وړاندي اعتراض وکړ او خپل دفترونه يې تر نامعلوم وخت پوري وتړل.
د سیاحتي شرکتونو مسؤلین وايي، له تیرو شلو ورځو راهیسي یاد هوايي شرکت د مسافرو په انتقال کی ستونزي رامنځ ته کوي او له کندهار څخه يې پروازونه کم کړي دي چي له امله يې دوی ته په میلیونونو تاوان اوښتی دی.
بلخوا د هوايي لاري مسافرین وايي، د کندهار په هوايي ډګر کي يې الوتکو ته په ساعتونو ساعتونو انتظار کړی خو بیا هم له سفره پاته سوي دي.
د دوی په خبره یوازي اوس نه بلکي دا ستونزه له پخوا څخه موجوده ده چي باید مخه یې ونیول سي.
پر همدې مهال د اریانا هوايي شرکت مسٔوولین د خلګو ستونزي مني او زیاتوي چي د تخنیکي ستونزو له امله ندي توانیدلي چي پر وخت پروازونه وکړي.
په کندهار کي د اریانا هوايي شرکت د ټیکټونو مسؤل حاجي اشرف وايي، له یوې خوا د یاد شرکت دوې الوتکي تخنیکي ستونزي لري او له بلي خوا بهرنیو هیوادونو ته د ډيرو پروازونو اجازه نلري.
د ده خبره دوی په اونۍ کي یوازي دوه پروازونه سعودي ته لري او د راپورته سوي ستونزي د حل لپاره هلي ځلي کوي.
اریانا هوايي شرکت چي په هیواد دننه او دغه راز ځینو بهرنیو هیوادونو ته هم پروازونه لري په مجموع کي یوازي ۴ الوتکي لري چي د مسٔوولینو په خبره يې دا مهال دوې الوتکي چي پر یوه وخت د زیات شمیر مسافرو ظرفیت لري تخنیکي ستونزي لري او تر ترمیم لاندي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون