په کندهار کي تقاعد سويو مامورینو ته پر وخت معاشات نه ورکول کیږي

راپور: سید حمید هاشمي

یو شمیر متقاعدین وايي، حکومت دي د دوی په امتیازاتو کي ډیروالی راولي.

بلخوا د کندهار د کار او ټولنیزو چارو مسٔولین وايي، دوی هر کال تر دوه زره زیاتو متقاعدینو ته معاشات ورکوي.

په کندهار کي یو شمیر دولتي متقاعدین وايي، چي دوی ته د تقاعد معاشات پر وخت نه ورکول کیږي.

متقاعدین وايي، د تقاعد کومي پیسي چي حکومت دوی ته ورکوي له یوې خوا د دوی اړتیا نسي پوره کولای او له بلي خوا په ډیر ځنډ د دوی لاسته ورځي.

دوی له حکومته غواړي چي د تقاعدی معاش يې زیات کړي او متقاعدينو ته دي ځانګړی امتیازات ورکول سي.

بلخوا د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریس حمیدالله مبارز وايي، چي دوی هر کال د نظامي او ملکي ادارو ۲۸۱۵ تنو متقاعدینو ته خپل معاشات ورکوي.

د هغه په خبره ځیني وختونه د حکومت د بودیجې د کمښت له امله د متقاعدینو په معاشاتو کي ځنډ راځي ولي دا ستونزه په دایمي ډول نده رامنځته سوي.

د افغانستان د کار د قانون له مخي هغه مامورین چي په حکومت کي ۴۰ کال دنده تر سره کړي او يا يې عمر تر ۶۴ کلنۍ لوړ سي تقاعد کیږي او د نوموړي د خدمتي دورې د معاش یو برخه تر تقاعد وروسته ورکول کیږي.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...