د زده کوونکو یو شمیر والدینو د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چي افغان دولت دي د افغان – ترک لیسو د زده کوونکو سرنوشت ته پام وکړي او یادي لیسې دي د دوی د اولادونو پر مخ نه تړي.
له ترکیې څخه د باندي افغان ترک لېسې د ناراضه ترکي روحاني فتح الله گولن له لورې تمویل او پرمخ بیول کیږي.
داسي راپورونه سته چي پدې ورستیو کي به د ترکيې دولت استازي کابل ته راسي او په افغانستان کي به ټولي افغان – ترک لیسې وتړي.
خو شمیر کسان وايي، افغان دولت دي د زده کوونکو سرنوشت ته پام وکړي او افغان ترک لیسې دي د سیاست نه قربانوي.
د افغان ترک لیسې د زده کوونکو والدینو په کندهار کي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چي د افغانستان نظام دي د یو بامسوولیته مرکزي نظام په توګه د خلګو له حقونو څخه دفاع وکړي او د خلګو څخه د انتخاب حق وانه خلي.
دغه کسانو وویل چي افغانان نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري او افغان ترک لیسې باید د سیاست قرباني نه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون