د کندهار د فوټبال فدارسیون مسئولین وايي، چي یاد ټورنمنټ د سپين بولدک ولسوالۍ په اتفاق لوبغالي کی په لاره اچول سوی، چي د کندهار ښار څخه دوو لوبډلو، یوې لوبډلي د سپين بولدک ولسوالۍ څخه، د فراه، هلمند او د چمن ښارګوټي ټيمونو په کښي ګډون کړی.
په بولدک والسوالۍ کي د اتفاق لوبغالي مسئول ادم خان وايي، چي په یاد ټورنمنټ کی ۶ لوبډلي په دوو ګروپونو ویشل سوي او د هر ګروپ څخه دوي لوبډلي دوهم پړاو ته لاره پيداکوي.
د ادم خان په وینا، چي دغه سیالۍ ۱۰ ورځي دوام کوي او هره ورځ له غرمي وروسته یوه یوه لوبه ترسره کیږي.
ددغه ټورنمنټ لومړنۍ لوبه تیره ورځ د کندهار اتفاق ټیم او د هلمند لوبډلي ترمنځ ترسره سوه، چی کندهار اتفاق ټيم ۳ ګولونه پر ۲ هلمنډ ټیم ته ماته ورکړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون