مسولین وايي، دغه نیالګي به په اوو ولسوالیو کي وویشي تر څو بزګرو د کوکنارو پر ځای حلال او ګټور کښتونه وکړي.
د دوی په خبره پدي نیالګیو سره په دغه ولایت کي د پستې ۱۵۰ باغونه جوړ کړل سي چي سلګونه کورنۍ به ورڅخه ګټه تر لاسه کړي.
په کندهار کي د ایم سي موسسي مسٔولین وايي، چي د دغه نیالګیو په ویش سره به سږ کال په اوو ولسوالیو کي ۱۵۰ د پستې باغونه جوړ کړي.
هغه وویل، د دغه نیالګیو د ویش څخه هدف د خلکو اقتصادي وضیعت ښه کول او بزګر حلال او ګتور کښتونه ته هڅول دي.
د کندهار د مخدره موادو پر ضد د مبارزي ریس هم وايي چي بزګر د خپلي اړتیا له امله د کوکنارو کښتونه کوي چي ګټه يي مافیا او وسلوالو مخالفین تر لاسه کوي.
هغه له مرسته کوونکو موسساتو وغوښتل چي د بزګرو سره مرستي وکړي تر څو هغوی د کوکنارو بدیل تر لاسه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون