د ایران د پوځ لوی درستیز ویلي، ایران او د سوریې حکومت به په سوریه کي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د اوربند د تصویب سوې پرېکړې لپاره ژمن پاته سي.
خو د هغه په خبره د دمشق له ښاره بهر ځیني هغه سیمي چي د ترورېستانو په لاس کي دي، په دي اوربند کي نه دي شامل او په کښي به تصفیوي عملیات دوام ولري.
اخوا د ترکیې د صدراعظم مرستیال ویلي، چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوربند به په عفرین سیمه کي د ترکيې پوځیانو پر عملیاتو کومه اغېزه ونه لري.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوریې حکومتي پوځیانو په ختیځه غوطه کي پرون تازه حملي کړي چي په پایله کې یې د سوریې پلوي ۱۳ سرتېري او د جېش الاسلام مخالفي ډلي شپږ سخت دریځي وژل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون