د هلمند په کجکي کي د برېښنا پر سر د سیمي د اوسېدونکو او برېښنا شرکت تر منځ ستونزي راپورته سوي

د برېښنا شرکت مسولین وايي، د کجکي اوسېدونکو ته د دریو میګاواټه برېښنا حق ورکړل سوی وو خو دوی شپږ میګاواټه برېښنا کارول چي دې چاري د کندهار او هلمند برېښنا ټکنۍ کړې وه.

درې ورځي وړاندي د برېښنا مسٔولینو پرېکړه وکړه، چي د کجکي خلکو ته درې میګاواټه برېښنا ورکړي خو هغوی ونه منل او هلته یې د برېښنا یوه پایه چپه کړل.

اوس مهال د برېښنا ریاست او د کجکي خلک د برېښنا په اړه په خبرو بوخت دي خو لا هم کومي پرېکړي ته نه دي رسېدلي او خلک هم د برېښنا کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چي نړول سوې پایه بیرته ورغوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...