د روزګان په مرکز ترینکوټ کي وسله والو طالبانو د پوليسو پر مرکزونو بریدونه کړي

چارواکي وايي، چي پدي نښته کي وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، چي وسله والو د چپه خاک په سیمه کي د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړې، چي جګړي ۲ ساعته دوام درلود.

دی زیاته وي، چي پدي نښته کي ۵ تنه وسله وال برید کونکي وژل سوي.

د روزګان ولایت له اوږدې نا امنیو څخه ۲ کاله پوره سوه خو د ترینکوټ ښار لاهم له امنیتي ننګونو سره مخ دی.

خپله وسله والو طالبانو د ترینکوټ د تیري شپې د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...