راپور: محمد یار مجروح
د افغان ترک لیسې د زده کوونکو والدینو په کندهار کي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چي د افغانستان نظام دي د یو بامسٔوولیته مرکزي نظام په توګه د خلګو له حقونو څخه دفاع وکړي او د خلګو څخه دي د انتخاب حق نه اخلي.
دغه کسانو وویل، چي افغانان نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري او افغان ترک لیسې باید د سیاست قرباني نه سي.
داسي راپورونه سته چي پدي ورستیو کي به د ترکيې دولت استازي کابل ته راسي او په افغانستان کي به ټولي افغان – ترک لیسې وتړي.
پدې اړه د زده کوونکو والیدینو وايي، چي افغان دولت دي د زده کوونکو سرنوشت ته پام وکړي او افغان ترک لیسې دي د سیاست نه قربانوي.
پر همدې مهال د چارو شنونکي او د پوهني وزارت پخوانی معین ډاکټر غلام جیلاني همایون پدې نظر دی، چي افغان ترک لیسو په افغانستان کي د اساسي قانون په منلو سره په فعالیت پيل کړی دی او له هر ډول حقوقو څخه برخمني دي.
دی وايي، ترکانو په سختو حالاتو کي د افغانستان سره همکاري کړې او د علم او فرهنګ په ډګر کي يې افغانستان ته په نړیواله سطحه لاسته راوړني راوړي او افغان دولت ورباندي افتخار کوي.
د ده په خبره افغان دولت ته په کار ده چي د دغو ښوونځیو د مشرتابه بدلون ته اجازه ور نه کړی، ځکه دا چاره به د دغو ښوونځیو پر ښوونیز بهیر ناوړه اغېزه وکړي.
په ترکیه کې یو کال مخکي د ناکامي کودتا تر هڅي وروسته د ترکیې حکومت فتح الله ګولن په کودتا کي په لاس لرلو تورن کړ او له افغان دولته يې وغوښتل چي په یاد هیواد کي د افغان – ترک لیسې وتړي.
له ترکیې څخه د باندي ترک لېسې د ناراضه ترک روحاني فتح الله گولن له لورې تمویل او پرمخ بیول کیږي.
په افغانستان کې لومړنی افغان-ترک ښوونځی په ۱۹۹۵ کال کې پرانستل سو او اوس یې شمیر ۱۶ ته رسیدلی دی چي پکښي شاوخوا ۸۵۰۰ زده کوونکي زده کړه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون