کندهار ته ۲۲۱۰۰۰ جلده درسي کتابونه را ورسېدل

ښوونځيو ته د يادو درسي کتابونو د وېش لړۍ د یکشنبي په ورځ د مرستيال والي عبدالحنان منیب له لوري پيل سوه..

مرستيال والي عبدالحنان منیب د رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چي د ولایتي ادارې په هڅو د مرکز کابل څخه ۲۲۱۰۰۰ جلده درسي کتابونه رارسېدلي چي د پوهني رياست له لوري به ښوونځيو ته وویشل  سي.

ښاغلي منيب وويل، ياد شمېر کتابونه د ليسې دورې د زده کوونکو لپاره دي، خو زياته يې کړه چي مرکز ورسره د ابتدائيه او منځنۍ دورې د زده کوونکو لپاره هم د کتابونو د ورکولو ژمنه کړې ده.

مرستيال والي همداراز وويل، چي په کندهار کي تر دوه ميليونه پوري درسي کتابونو ته ضرورت دی چي باید پوره کړل سي.

وروسته مرستیال والي عبدالحنان منیب ښوونځيو ته د درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل کړه او د څو ښوونځيو مسئولينو ته درسي کتابونه وسپارل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...