د کندهار پولیسو څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسولین وايي، له دغه کسانو څخه یوه یې غوښتل هندوستان ته هروین ولېږدوي او دغه راز دریو تنو يې د کندهار په بېلابیلو برخو کې نشته يي توکي پلورل چي د پولیسو له خوا نیول سوي دي.

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د کندهار په بېلابیلو برخو کي د نشه يي توکو د پلور پر مهال درې تنه نیولي.

دغه راز د ملي امنیت منسوبینو بیا د کندهار په هوايي ډګر کې یو تن نیولی چي غوښتل یې هروین هندوستان ته ولېږدوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه اڅکزی وايي، چي له یادو کسانو څخه هروین، چرس او نور نشه يي مواد نیول سوي او عاملین یې اوس مهال تر پلټنو لاندي دي.

په کندهار کي که څه هم د پولیسو له خوا څخه د نشه يي توکو پلورونکي او لېږدوونکي اکثره وخت نیول کیږي، خو لا هم زیات شمېر کسان د نشه يي کو له پلور څخه لاس نه اخلي.

د نشه يي توکو د پلور عمده لاملونه بېکاري، غربت او د مافیايي کړیو له خوا څخه دې کار ته د بې سواده ځوانانو تشویق بلل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...