عبدالله بختانی خدمتگار د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د بختان د کلي اوسېدونکى و، لومړنۍ زده کړې په خپل کور کي له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا د نورو استادانو څخه يې عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ...
Read More »د کندهار د ښځو چارو مسٔولین وايي، په تیره یوه میاشت کي يې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي ۳۴ پېښي ثبت کړي دي
راپور: محمد یار مجروح دوی وايي، ددغه پېښو اصلي لامونه بې سوادي او د ښځو د حقونو څخه ناخبري ښودل سوې. بلخوا د ښځو چارو مسٔولین وايي، د ښځو لپاره يې ځانګړي ورکشاپونه په لار اچولي تر څو هغوی پر خپلو پښو ودریږي او د کسب خاونداني سي. د کندهار د ښځو چارو ریسه رقيه اڅکزۍ چي بې سوادي، فقر ...
Read More »د فراه ولایت په بابلوک ولسوالۍ کي د ملي اردو پر یوه قرار ګاه باندي د برید په پایله کي د ملي اردو شل سرتېري او دوه طالب وسله وال وژل سویدي
د فراه د ولايتي شورا یو غړی وايي، چي وسله والو طالبانو دغه بريد تېره شپه تر سره کړى دى. هغه وايي، چي په بريد کي د ملي اردو ٢٥ کسان وژل سوي، د اردو درې ټانکونه له منځه تللي او طالبانو د پوستې يوه اندازه وسلي او مهمات له ځان سره وړي دي. د هغه په خبره، په بريد ...
Read More »بغلان: په نهرین ولسوالۍ کي د ۱۲۰ متره په اوږدوالي یو پل ګټي اخیستني ته وسپارل سو
راپور: نورګل اندړوال په دغه پله څه باندي ۴۴ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی چي په ګټه اخیستني سره یې د خوست ، فرنګ او جلګې ولسوالۍ له نهرین ولسوالۍ سره وصل سوې. ددي ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چي وروسته له دي کولاي سي خپل کرنیز محصولات او نورسوداګریز توکي دولسوالیو له مرکز څخه نهرین او له نهرین څخه ددي ولسوالیو مرکزونو ...
Read More »په کندهار کی د ټاپي پروژې په ملاتړ د باسکیټبال درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدي
د کندهار د باسکیټبال فدارسیون مسئولیون وايي، چی یادي سیالۍ په کندهار کی (د ټاپي پروژي څخه په ملي او نړیواله کچه ملاټر کول) تر نامه لاندي پيل سوي وي، چي د کندهار څخه د ۵ باسکیټبال لوبډلو په ګډون پکښي یوې د هرات لوبډلې هم ګډون کړی وو. د کندهار د باسکیټبال فدارسیون مسئول عبدالله مینوال وویل، چي یادي ...
Read More »په کابل کي ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چي د کابل ښار په شش درک سیمه کي ځانمرګي برید یو تن وژلی او ۶ تنه یې ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل، یو تن چي په ځان پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي وه، د نهمي امنیتي حوزې اړوند په شش درک سیمه کي ځان ...
Read More »ننګرهار: خلک ټینګار کوي چي په ټول افغانستان کي د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ پيل سي
راپور: میلاد حمیدي د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کي د بریښنایي پیژند پاڼو په ملاتړ د ننګرهار ولسونه ولسمشر ته اخطار ورکوي، چي ژر تر ژره د په ولایتونو کي د بریښنایي پیژند پاڼو ویشل شروع کړي ګني د مدني حرکتونو تر څنګ به د نظام تخریب ته ملا وتړي، بل خوا ته په ننګرهار ښځي هم له ولسمشره ...
Read More »د ټاپي پروژې د افغانستان د برخي کار رسماً پرانېستل سو
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې مناسبت په هرات کې جوړو سويو مراسمو ته وويل، دغه پروژه به د افغانانو ژوند ته سوکالي راولي. ولسمشر وویل، زموږ پر ژوند دغه پروګرام ډیر مثبت تغیر راولي او دا پروژه په اسانۍ سره زموږ د خلکو دسترخوان بدلوي. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په هرات کې د ټاپي ...
Read More »په هلمند کي نن سهار دوه ځانمرګي بریدونه وسوه
یو ځانمرګی برید په لښکرګاه ښار کي د پولیسو پر دوهمه امنیتي حوزه او دوهم په نادعلي ولسوالۍ کي د ملي پوځ د لوا پر مرکز سوی. د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي خبریالانو ته وويل، چي په لښکرګاه ښار کي د پوليسو پر دوهمه حوزه سوې ځانمرګی برید موټر په وسیله سوی چي د تلفاتو په اړه ...
Read More »احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز د اې سي بي نړیوال سازمان په لوبو کي خپل سیالان مات کړل
احمدولي هوتک له اوکرایني لوبغاړي ولادسلاوف ستیپانوف سره مخ سو چي ویې کولای سول په دریو رونډونو کي د لوړو نمرو په ترلاسه کولو بري ته ورسېږي. احمد ولي هوتک د بریا وروسته پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: “زه ټول ملت او په خاصه توګه خپلو افغان امنیتي ځواکونو ته د دي بري مبارکي وایم. ما ژمنه کړې وه چي ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون