په کابل کي ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چي د کابل ښار په شش درک سیمه کي ځانمرګي برید یو تن وژلی او  ۶ تنه یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل، یو تن چي په ځان پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي وه، د نهمي امنیتي حوزې اړوند په شش درک سیمه کي ځان ته چاودنه ورکړې ده.

دغه حمله نن شنبه سهار شااخوا ۸ بجي رامنځ ته سوه.

تر دا مهاله ددغي حملي مسؤلیت کومي ډلي په غاړه نه دی اخیستی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...