د کندهار د باسکیټبال فدارسیون مسئولیون وايي، چی یادي سیالۍ په کندهار کی (د ټاپي پروژي څخه په ملي او نړیواله کچه ملاټر کول) تر نامه لاندي پيل سوي وي، چي د کندهار څخه د ۵ باسکیټبال لوبډلو په ګډون پکښي یوې د هرات لوبډلې هم ګډون کړی وو.
د کندهار د باسکیټبال فدارسیون مسئول عبدالله مینوال وویل، چي یادي سیالۍ د کندهار په سردار جمال ناصر طرزي جمنازیم کي ترسره سوي،
چي پایلوبي ته یې د کندهار ټاپي ټیم او د هرات ټاپي ټیم لاره پيداکړي وه، چي د کندهار ټاپي لوبډلي د هرات ټاپي لوبډلي ته ماته ورکړه او کندهار ټاپي ټیم د یادو سیالیو لومړی مقام خپل کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون