د فراه د ولايتي شورا یو غړی وايي، چي وسله والو طالبانو دغه بريد تېره شپه تر سره کړى دى.
هغه وايي، چي په بريد کي د ملي اردو ٢٥ کسان وژل سوي، د اردو درې ټانکونه له منځه تللي او طالبانو د پوستې يوه اندازه وسلي او مهمات له ځان سره وړي دي.
د هغه په خبره، په بريد کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دغه بريد کي دوه طالبان او د ملي اردو شل کسان وژل سوي دي.
د ده په وينا، د بريد پر مهال دوه طالبان ټپيان سوي هم دي او طالبانو د ملي اردو دوه سرتېري ژوندي نيولي دي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې په دي اړه معلومات نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون